د غزې کړکېچ؛ د اسراییل په تازه برید کې لږ تر لږه ۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۳۲۹ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د غزې د رواغتیا وزارت وایي، چې د اسراییلي ځواکونو په سوېلي ښار خان یونس باندې تازه ځمکني بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۸۴ فلسطینیان وژلي او ۳۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.

اسراییلي پوځ د غزې ۸۰ سلنه څخه زیاته برخه د تخلیې امر لاندې راوستې او یا هم «د نه تلو زون» سیمه ګرځولې ده. خو فلسطینیان وایي، موږ چیرې ولاړ شو؟

د قطر او مصر په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ د اوربند هڅې تر دې دمه د جنګیالیو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوې.

د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۹ زره او ۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ زره او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو له امله یو زرو ۱۳۹تنه وژل شوي او لسګونه کسان لا هم په غزه کې بندیان دي.

په تېره اونۍ کې د غزې پر مرکزي سیمو کې د اسراییل بریدونه د النصیرات پر کمپ متمرکز وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو