د دوحې درېیمه غونډه؛ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په غونډه کې څه پرېکړې شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

د طالبانو ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالب پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې ناستې د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په وینا پای ته رسېدلې ده.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په تړاو غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو سربېره د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی و؛ خو په غونډه کې افغانو مېرمنو او مدني ټولنې ګډون نه و کړی.
ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس کې لیکلي، چې افغانستان د خصوصي سکټور او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل.»

په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت او مېرمنو د حقونو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړل او له طالبانو یې وغوښتل چې د مېرمنو پر وړاندې توپیري چلند پای ته ورسوي.
د ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې چې د دوحې د درېیمې ناستې مشري کوله په خپله وینا کې وویل، چې دا ناسته او له طالبانو سره تعامل له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده.
رزماری ډي کارلو وایي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه په ملګرو ملتونو نه بلکې هېوادونو پورې اړوند ده.
مېرمن ډي کارلو همداراز په خپله وینا کې د ښځو حقونو او د نجونو زده کړو ته په اشارې سره وویل، چې د نجونو زده کړې د نړۍوالو لومړۍ درجه غوښتنه ده.
د نوموړې په خبره؛ افغانستان د نیم مېلیونه جمعیت په محرومولو سره نه شي کولی نړۍوالې ټولنې ته وګرځي.
نوموړې په داسې حال کې د نجونو پر زده کړو ټينګار کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو او د نورو ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې کړې.
رزماري ډي کارلو وایي، چې د دوحې په ترسره شوې ناسته کې د ټولګډونه حکومت په رامنځته کولو او د اقلیتونو د درناوي په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کړې، چې طالبانو مخکې ویلي و چې د دوحې په یاده ناسته کې یوازې د افغانستان د خصوصي سکټور او له نشه یي توکو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په اړه خبرې کیږي.
له کابو درېو کلونو راهیسي نړۍوالې ادارې او د طالبانو مخالفان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي، خو طالبان وایي، چې په حکومت کې یې ټولو قومونو ته ځای ورکړی او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نه شته.


د دوحې په درېیمه ناسته کې کومې پرېکړې وشوې؟
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې د غونډې په وروستۍ وینا کې اعلان وکړ، چې هغه په ​​نورو برخو کې په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د کاري ډلو د جوړولو وړاندیز کوي.
ډي کارلو تایید کړه، چې د خصوصي سکټور د دوو کاري ډلو پر جوړولو او د کوکنارو د له منځه وړلو په اړه هوکړه شوې ده.
مېرمن ډیکارلو وایي، چې له طالبانو سره به ګام په ګام تعامل وشي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالب پلاوي مشر او د طالبانو ویاند وایي، چې د دوحې په نننۍ غونډه کې ژمنه وشوه، چې بانکي او اقتصادي برخو کې محدودیتونه لېرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوحې درېیمه ناسته له طالبانو سره د تعامل د دوام او پراختیا په برخه کې د ګڼو هېوادونو د ارادې ښکارندویي کوي.
نوموړي نن د یو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونې نقل قول کړي دي.
ښاغلي جلالي د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي: «د افغانستان بانک کنګل شوې زېرمې باید ازادې شي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي دغه راز د دوحې په درېیمه ناسته کې د پاکستان د استازي اصف دراني له قوله لیکلي: «له افغانستان سره د مرستو ملاتړ د امنیت د دوام او د ګواښونو د له منځه وړلو لامل کیږي.»
ښاغلي دراني ویلي: «پاکستان په اقتصادي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي.»
یاد طالب چارواکي د امریکا د ځانکړي استازي ټام وېسټ له قوله هم لیکلي: «د امنیت او فساد د مخنیوي په برخه کې د طالبانو حکومت بریالی دی.»
ټام وېسټ ویلي، چې له اسیايي او نړۍوال بانک څخه یې غوښتي، څو په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ سوداګریز او اقتصادي کارونه هم وکړي.
د یادولو ده، چې یادو استازو بیا تر اوسه د ذاکر جلالي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.


دا ناسته د ښځو او د مدني ټولنې د استازو له حضور پرته او له پراخو نیوکو سره سره د ۲۲ هېوادونو او د ۸ سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د دوحې درېیمه ناسته د مخکېنیو دوو ناستو په څېر د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

نور خبرونه

رادیو