د بشري حقونو مدافعان: د مدني ټولنې په نوم ځینې کسان دوحه کې له طالبانو سره تعامل کوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د دوحې د دریمې ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو یوه غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په نوم د یو شمېر کسانو پر ګډون سخته نیوکه وکړه.

دغې ټولنې په بیانیه کې لیکلي، چې دغه کسان له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د حوړجاړي او خبرو په حال کې دي.

د دغې ټولنې په وینا، سیاسي معامله د مدني ټولنې د نورمونو خلاف ده.

د مدني ټولنې او افغان ښځو په استازیتوب اتو تنو د دوحې د دریمې ناستې په څنډه کې نن له ملګرو ملتونو سره په یوه جلا غونډه کې ګډون درلود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، چې د دغو کسانو نومونه د دوی په غوښتونه نه په ډاګه کیږي.

د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د سې شنبې په ورځ د مدني ټولنې د بنسټونو د اصولو او ارزښتونو په تشریح کولو سره لیکلي: "ځینې کسان د مدني ټولنې د استازو په نوم له نړیوالو بنسټونو او د طالبانو له ادارې سره د خبرو او جوړجاړي په حال کې دي.»

دغه ټولنه وايي مدني ټولنه سیاسي بنسټ نه دی او د مدني ټولنې له فعالینو باید سیاسي استفاده ونه شي.

د اعلامیې پر بنسټ، هغه کسان چې په دا ډول غونډو کې ګډون کوي ​​باید د مدني بنسټونو ډله ییز ملاتړ ولري.

اعلامیه د مدني ټولنې د استازو پر روڼتیا او حساب ورکونې ټینګار کوي او وایي: «مدني بنسټونه د ګټې اخیستنې او پیسو جوړونکي جوړښتونه نه دي. هر ډول اقتصادي راکړه ورکړه د دې ارزښت لرونکې ادارې د نورمونو خلاف ده. له همدې امله، هغه شخصیتونه یا بنسټونه چې په اقتصادي معاملو کې ښکیل دي حق نه لري چې په مهمو کنفرانسونو کې د مدني ټولنې استازیتوب وکړي.»

د مدني ټولنې اصلي استازي د دوحې په ناسته کې حضور نه درلود. چې دغه مساله د د بشري حقونو د مدافعینو او بنسټونو له سختې نیوکې سره مخ شوې.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو له مخې، د دوحې په ناسته کې قدیم ویاړ، زهره سبا او زهره بهمن په شخصي توګه او فریده مهذب، طیبه هاشمي او مدینه محبوبي په انلاین توګه ګډون کړی و.‎

نور خبرونه

رادیو