طالبان: مولوي عبدالکبیر له روزا اتنبایوا سره د دوحې درېیمې ناستې په لاسته راوړنو غږېدلی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ويلي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره د دوحې درېیمې ناستې د لاسته راوړنو په اړه خبرې کړې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن چهارشنبه د (زمري درېیمه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره په خبرو کې د طالبانو حکومت او نړېوالې ټولنې سره په اړیکو هم خبرې کړې دي.
باختر اژانس د ‏مېرمن روزا اتنبایوا له قوله لیکلي، چې د دوحې ‏د درېیمې ناستې د شویو پرېکړو پر بنسټ د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټور د ملاتړ او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په هکله د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار روان دی.
یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د طالبانو او ګڼو هېوادونو تر منځ د یوې لارې نقشې ته له لېوالتیا سره، سره نه طالبان او نه هم لوېدیځ له خپلو سیاستونو په شا کیږي.
دغه انسټیټیوټ ویلي، چې لږ تر لږه په نږدې راتلونکې کې به داسې کوم انعطاف و نه لیدل شي.
د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په کوربه توب د افغانستان د سیاسي څېرو، فعالو ښځو او مدني ټولنې له ګډون پرته جوړه شوې وه، چې په کې د هېوادونو، ځینو سازمانونو او د طالبانو د حکومت استازو ګډون کړی وو.
د دوحې درېیمې ناستې پر جوړښت او اجنډا له پراخو نیوکو وروسته دغه غونډه ملګرو ملتونو ته هم ډیره په زړه پورې نه وه.

نور خبرونه

رادیو