د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له رزا اوتنبایوا سره د دوحې درېیمې ناستې په اړه خبرې کړې دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۲

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر تېره ورځ د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د تېرې ورځې په کتنه کې د دوحې درېیمې ناستې په اړه او له ناستې وروسته د لازمو ګامونو پورته کولو په تړاو خبرې اترې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشرې له قوله راغلي، چې د دوحې درېیمې ناستې د بحثونو د څار په موخه به د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو سره له نږدې کار ته دوام ورکوي.
هغې زياته کړې:« په کار ده، چې د دوحې له درېیمې ناستې وروسته د بحثونو په اړه په کابل کې د ډیپلوماتیکو کړیو سره د پوهاوي په برخه کې ناستې ترسره کړو.»
په دغې کتنه کې ښاغلي متقي هم هیله څرګنده کړې، چې د دوحې درېیمې ناستې له ترسره کېدو وروسته باید د مالي او بانکي بندیزونو او د نشه‌یي توکو د بدیل معیشت په اړه پرمختګ رامنځ ته شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو په دغه کتنه کې ژمنه کړې چې د دوحې په درېیمه ناسته کې دې هغه مسایل په ګډه وڅارل شي چې پرې بحثونه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو