د بشري حقونو فعالان: له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د م.م حرکت د اندېښنې وړ دی

۳ ورځې مخکې

د بشري حقونو ګڼو فعالانو د یوې بیانیې په خپرولو سره ملګري ملتونه له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو تورن کړل.
دوی وویل، د دوحې له درېیمې ناستې څخه د ښځو او مدني فعالانو اېستل د طالبانو دریځ پیاوړی کړی او په سیسټماټیک ډول یې د بشري حقونو او جنسیتي توپیر ته هڅولي دي.

په دغه بیانیه کې د بشري حقونو دغو فعالانو د دوحې د غونډې پایلې «په زخمونو د مالګې» دوړول ګڼي او ویلي یې دي:« د طالبانو د چارواکو د غوښتنو له مخې له رسمي غونډې څخه په قصدي توګه د ښځو اېستل د دې کنفرانس د تنظیم کوونکو له‌خوا د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته د حیرانتیا وړ بې غوري وه.»
دغو فعالانو د دوحې د غونډې په څنډه کې د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره ناسته « تمثیلوونکې، بې ګټې او د شفافیته لرې» وبلله او ویې ویل، چې د هېوادونو ځانګړو استازو په کې برخه نه وه اخیستې.
د بشري حقونو فعالانو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان په ټولو سیاسي بهیرونو کې ښځې او د مدني ټولنې ډلې ته بلنه ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې بشري حقونه او د ښځو حقونه د طالبانو د معاملې اله ونه ګرځي.
دوی په خپله اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه هم کړې ده.

نور خبرونه

رادیو