د امریکا د سولې انسټیټیوټ: نه طالبان له سخت دریځو سیاستونو په شا کیږي، نه لوېدیځ

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د طالبانو او ګڼو هېوادونو تر منځ د یوې لارې نقشې ته له لېوالتیا سره سره نه طالبان او نه هم لوېدیځ له خپلو سیاستونو په شا کیږي.

دغه انسټیټیوټ ویلي، چې لږ تر لږه په نږدې راتلونکې کې به داسې کوم انعطاف و نه لیدل شي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ د سې شنبه په ورځ د دوحې د درېیمې ناستې په اړه د کارپوه انډرو واټکینز په قلم دغه مطلب خپور کړ.
د دوحې غونډه د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په کوربه توب جوړه شوې وه، چې په کې د هېوادونو، ځینو سازمانونو او د طالبانو د حکومت استازو ګډون کړی و.
ملګرو ملتونو د دې ناستې له اجنډا افغان ښځې و اېستلې، چې دا اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو بې علاقه ګي

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په مطلب کې راغلي، چې د دوحې د غونډې پر جوړښت او اجنډا پراخې نیوکې د ملګرو ملتونو د بې علاقه ګۍ لامل شوی دی.
د دوحې د ناستې جوړښت د افغانستان د ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې له پراخو نیوکو سره د امریکا په ګډون د دې غونډې د ځیونو نورو تمویل کوونکو له مخالفت سره هم مخ شو.
ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې
ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې او ښځو په استازیتوب یوې ډلې فعالانو ته د دې غونډې په څنډه کې بلنه ورکړه.

د یوناما تقویت

د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي، چې د دوحې درېیمې غونډې وښوده، چې د یادې غونډې بڼه او جوړښت یې بدلون ته اړتیا لري.
دغه انسټیټیوټ ټینګار کړی، چې تر ټولو اغېزمن حل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل دي، چې هم د امنیت شورا او هم د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي دواړو وړاندیز کړی دی.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ همداراز لیکلي، چې د دوحې د بهیر د پر مخ بیولو د تګلارې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي مقام انتصاب تر ټولو غوره لار ده، خو طالبان چې په جدي توګه په دې برخه کې مخالف دي، ملګري ملتونه دې یوه بله اساسي حل لاره پیدا کړي.
یاد انسټیټیوټ وړاندیز کړی، چې ملګري ملتونه د دوحې د پروسې د یوې برخې د اسانتیا لپاره یوناما پیاوړي کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د پیاوړتیا بله موخه د افغانستان د تمویل کوونکو ترمنځ د پیاوړې همغږۍ رامنځته کول او له بېړنیو مرستو څخه پایداره پراختیایي مرستو ته د رسېدو هڅه ده.