ټام وسټ: خصوصي بانکونه له بشري حقونو سره د طالبانو د چلن له امله پانګونې ته زړه نا زړه دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲

د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي دفتر، د خلکو پر ژوندـ ژواک او اقتصادي وضعیت د بندیزونو د پایلو په اړه د طالبانو څرګندونې ګمراه کوونکي وبللې.

د ټام وسټ دفتر وايي، خصوصي بانکونه د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلن له امله اندېښمن او پانګونه کې زړه نا زړه دي.

له دې سره د ټام وسټ د دفتر استازي په دوحه کې د افغانستان د انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې مرستندویه ادارې پوره ازادۍ لري.

د امریکا د ځانګړي استازي دفتر ویلي، چې طالبان له بندیزونو شکایت کوي، خو د امریکا د خزانې وزارت له خوا د صادر شویو جوازونو له مخې مرستندویه موسسې او خصوصي سوداګري د افغانانو د ملاتړ لپاره کافي ازادي لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې په ناسته، کې پر خصوصي سکتور د لګیدلي محدودیتونو، د بندیزونو د لرې کولو او د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه.

د دوحې دریمه ناسته د ملګري ملتونو په کوربتوب د یکشنبې په ورځ پیل شوه او دوشنبه پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او ۵ نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو