د طالبانو پلاوی د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی

۴ ورځې مخکې

په قطر کې د طالبانو سفارت اعلان کړی، چې د دوحې غونډې ته د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی دغه ښار ته رسېدلی دی.
دغه سفارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو پلاوی به نن یکشنبه د دوحې په غونډه کې د «خلکو پر اړتیاوو او د نړۍوالې ټولنې پر مسوولیت» خبرې وکړي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ذبیح الله مجاهد په مشری د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو پلاوی تېره شپه دوحې ته رسېدلی دی.
دغه سفارت زیاتوي، چې د یادې ډلې پلاوی به د دوحې په درېیمه ناسته کې چې نن پيلیږي د ولس د اړتیا او د نړۍوالې ټولنې د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو پلاوي له هغه وروسته د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوي، چې د ملګرو ملتونو له لوري یې ځیني شرطونه منل شوي؛ خو د منل شویو شرطونو په اړه یې جزییات نه دي خپاره شوي.
د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالب پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد تېره ورځ خبریالانو ته ویلي و، په دغه غونډه کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی و، چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور دننه کې هوارېږي او له ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.
د دوحې درېیمه غونډه په داسې حال کې نن او سبا د دوو ورځو لپاره ترسره کېږي، چې په کې ښځو او د مدني ټولنې استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو