ګارډین ورځپاڼه: د طالبانو په بندخونه کې مو پر یوې معترضې مېرمنې د جنسي تیري ویډیو لیدلې

۳ ورځې مخکې

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو په بندخونه کې یې پر یوې معترضې مېرمنې د ډله ییز جنسي تیري ویډیو لیدلې ده.
په راپور کې راغلي، چې دغې رسنۍ هغه ویډیويي شواهد لیدلي، چې د بشري حقونو پر یوې فعالې د طالبانو په بندخونه کې ډله ییز جنسي تېری شوی او شکنجه کیږي.

د راپور له مخې؛ که څه هم د افغانستان په بندخونو کې پر ښځو او نجونو باندې د جنسي زور زیاتي راپورونه تر دې وړاندې هم ورکړل شوي و، خو دا ویډیو د دغو جرمونو د پېښېدو لومړنی مستقیم ثبوت ګڼل کېږي.
د بشري حقونو دغې فعالې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: «طالبانو پر دې د جنسي تیري پرمهال ویډیو اخیستې وه او له بند څخه یې تر خوشې کېدو وروسته ورته استولې او ګواښلې یې ده، چې تر دې وروسته د طالبانو ضد اعتراضونو کې برخه وانه خلي.»
د راپور له مخې؛ په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې طالبان یادې مېرمنې ته وایي: «خپلې جامې وباسه او وروسته بیا د دوو کسانو له خوا پرې څو ځلې جنسي تېری کیږي او د مبایل د کمرې په واسطه ترې ویډیو اخیستل کیږي.»
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې دغه راز راغلي، چې یادې مېرمنې هڅه کوله څو خپل مخ پټ کړي او په ویډیو کې ښکاره نه شي، خو طالبانو یې لاس لېرې کړی او مجبوره کړې یې ده، چې د مبایل کمرې ته وګوري.
دغې ښځينه فعالې ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي؛ دا ویډیو یې د طالبانو له لورې تر هغه وروسته ترلاسه کړې، چې له افغانستانه وتلې وه او بیا یې د طالبانو پر ضد خبرې کولې.
د نوموړې په وینا: «طالبانو ددې ویډیو په استولو سره وګواښلم چې که د طالبانو پرضد خبرو ته دوام ورکړم، دا ویډیو به پر ټولنیزو رسنیو کې خپره کړي.»
دغې مېرمنې ویلي، چې په کابل کې تر یوې اعتراضي غونډې وروسته د طالبانو له خوا نیول شوې وه.
دغه راپور په داسې حال کې د ګارډین ورځپانې له خوا خپریږي، چې دوه میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو څخه ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې وه، چې طالبانو لږ تر لږه ۴ مېرمنې په سمنګان ولایت کې تر جنسي تېري وروسته اعدام کړې دي.
له دې سره، په تېرو درېو کلونو کې ډېر شمېر ښځې په مرموز ډول وژل شوې دي او د دوی د مړي له پیدا کېدو وروسته په ډېریو مواردو کې دا ادعا هم شوې، چې له جنسي تیري وروسته دغه مېرمنې وژل شوې دي.
د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو د جنسي تیري راپورونو کورني او بهرني اندېښنې یې زیاتې کړې دي، خو له دې سره - سره بیا طالبان دغه راپورونه ردوي.
د یادولو ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د افغانستان په ۱۴ میلیونو ښځو او نجونو باندې هغه څه تحمیل کړي، چې د بشري حقونو ډلې یې د "جنسيتي توپیر" په نوم یادوي.
طالبانو له درېو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه بند کړي، په دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار کولو بندیز لګولی او پارکونو او کلپونو ته یې له تګ څخه منع کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو کړنې بشري ضد جنایت او جنسیتي توپیر بلل کیږي، خو یو شمېر افغانان هم په نړۍوالو ادارو او سازمانونو نیوکه کوي، چې دوی د طالبانو خوا نیولې ده.
د دوحې درېیمه ناسته چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوه، له دې ناستې څخه ښځې او د مدني ټولنې استازي و اېستل شول، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

نور خبرونه

رادیو