د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) خبر ورکړ، چې د پکتیکا ولایت د وازيخوا په ولسوالۍ کې یې یو کس د جنسي اړیکو په تور په عام محضر کې په دورو وواهه.
طالبانو تېره ورځ په پنجشېر، بادغېس او روزګان ولایتونو کې هم ۲۱ تنه په عام محضر کې وهلي وو.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس ۲۰ دورې ووهل شو او په یو کال تنفيذي بند محکوم شوی.
د طالبانو دغې محکمې د دغه کس د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
له نړۍوالو غبرګونونو سره سره طالبان په ټول افغانستان کې «تورنو او مجريمو کسانو ته جسمي سزاګانې» ورکوي.
نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو له دغې ډلې غوښتي، چې خلکو ته د جسمي سازاګانو د ورکولو لړۍ ودروي.
خو د نړۍوالو دې غوښتنې په جواب کې طالبانو په وار - وار ويلي، چې د «اسلامي شرعت د پلي کولو» لپاره به دغه لړۍ جاري ساتي.