د طالبانو امیر د افغانستان بانک مشر بدري د کانونو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړي اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په نهو ادارو کې نوې ټاکنې کړي دي.

د ښاغلي‌ مجاهد په خبره، د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بدري د طالبانو مشر ته له نږدې کسانو بلل کیږي او د کانونو وزارت د طالبانو د عاید یوه مهمه سرچینه ده.

د کانونو وزارت پخوانۍ سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور چې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې په فساد تورن و او ویل کیږي‌ چې د ډبرو سکرو په قراردادونو کې د هغه تر نظر لاندې فساد شوی و، له دغه وزارته ګوښه شوی دی.

د مجاهد په وینا، شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بل خوا، د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک پخوانی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه اود صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه په دندو ګمار شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

په همدې توګه، مجاهد زیاتوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري پخوانی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.