مجاهد: امریکایي بندیان به له ګونټانامو او امریکا د افغانانو د خوشي کېدو په بدل کې ازاد شي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو ویاند وایي، چې په افغانستان کې بندي امریکایي وګړي به په «امریکا او ګونټانامو بندخونه کې د افغان بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې ازاد شي.»
ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د دوحې په ناسته کې یې له امریکایي چارواکو سره د بندیانو پر تبادله خبرې هم کړې دي.

ښاغلي مجاهد د دوحې د دریمې ناستې په هکله خبري غونډه کې تایید کړه، چې دوه امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي.
د نوموړي په خبره، د امریکا له خوا باید د دوی شرایط ومنل شي، ځکه افغانان هم په امریکا او هم په ګونټانامو کې بندیان دي.
د طالبانو ویاند وایي: «که امریکایانو ته خپل اتباع مهم دي، مونږ ته هم خپل افغانان مهم دي.»
ذبیح الله مجاهد د نیول شویو امریکایانو د جرم او د نیولو د وخت په هکله د څه نه ویلو ترڅنګ دغه راز په ډاګه نه کړه، چې امریکایانو د طالبانو دغه شرط منلی او کنه.

له طالبانو سره بهرني بندیان


د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د بندخونو د ادارې نظامي مرستیال ویلي و، چې د دوی په بندخونو کې شاوخوا ۴۰ بهرني وګړي بندیان دي.
حبیب الله بدر دغه راز ویلي و، چې یاد شمېر بندیان د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي توګه د ګاونډيو هېوادونو وګړي دي، چې د جنایي جرمونو په تور بندیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد چې د دوحې دریمه ناسته کې د طالب پلاوي مشر و، دا ناسته یې د افغانستان لپاره ګټور وبلله.
د نوموړي په خبر، د دوحې په ناسته کې یې له نړیوالو غوښتي چې بشري موضوعات له سياست بېل وساتل شي.
ښاغلي مجاهد دغه راز وویل، طالبان اجازه نه ور کوي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سياسي رقابتونو په ډګر بدل شي.

نور خبرونه

رادیو