د طالبانو د کرنې وزارت د کوکنارو د بدیل کښت د ۵ کلن پلان نهايي کولو لپاره یوه کمېټه ټاکلې

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري د شنبې په ورځ د کوکنارو د بدیل کښت د پنځه کلن پلان د نهايي کولو لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.

دغه وزارت وايي، په دې پلان کې د بزګرانو سره د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا، د کوکنارو د کښت کمولو او له منځه وړلو او د کروندګرو د مشروع او متنوع حاصلاتو د کرلو لپاره د بديل کښت د پروژو پلي کول شامل دي.
د طالبانو د کرنې وزارت د څېړنيز انسټيټيوټ عمومي مسوول نصرت الله طلحه، د دغې کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله ته د فرمان پر بنسټ، د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کرکيلې د بدیل د معرفي کولو لپاره د بدیل معیشت پنځه کلن پلان تصویب شوی دی.
تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې نشه يي توکي په افغانستان کې له منځه تللي او دا چې افغانستان نور د نړۍ د هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
دغه وزارت له نړۍوالو سازمانونو وغوښتل چې د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د کښت بدیلې لارې چارې برابرې کړي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي؛ که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه کمه شوې، خو د صنعتي نشه یي توکو په ځانګړې توګه د شیشې تولید په هماغه اندازه زیات شوی دی.