د خبریالانو ملاتړ سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان وايي، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت "ډېر مایوسوونکی" دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې غربي هېوادونو ته د خبریالانو د لېږد بهیر درول شوی او دوی له اقتصادي ستونزو او د وېزو له ستونزې سره مخ دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو هېوادونو کې له افغان خبریالانو سره له تماسونو پوه شوي، چې دوی له بې وزلۍ او بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، چې افغانستان ته د خبریالانو راتګ به "وژونکی" وي.

دغه سازمان پر هېوادونو، د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو، د بشري حقونو او د کډوالۍ پر بنسټونو غږ کړی، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د مرستې لپاره اقدام وکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې د کابل له سقوط وروسته ډېری افغان خبریالان پاکستان او ایران ته تللي او په دې هیله دي، چې هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې کډوال قبلوي.

تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په ایران کې یو شمېر خبریالانو ویلي، چې تازه د فرانسې له خوا د دیارلسو افغان خبریالانو د کډوالۍ وېزې رد شوي دي.

نور خبرونه

رادیو