نور الدین عزیزي: له ازبکستان سره مو ګټې په سوداګرۍ کې نغښتې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې د افغانستان او ازبکستان ګډې ګټې په دوه اړخیزو او سیمه ایز ترانزیتي اړیکو او د ازبکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیت په رامنځته کولو کې نغښتې دي.

نورالدین عزیزي دا څرګندونې د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر لزیز کودراتوف سره په ناسته وکړې.
ښاغلي عزیزي څرګنده کړه، چې د ۶ اړخیزه دهلیز جوړولو لپاره هم د ترانسپورټي او ترانزیتي دهلیز او همدا راز د شمال سویل دهلیز پیاوړي کول اړین دي.
ښاغلي عزيزي په افغانستان کې د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا، د سوداګرۍ د پراختيا او پانګونې په برخه کې یې د ازبکستان هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د (امام ابو حنیفه) نړۍوال نندارتونونو او سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي.

همدا راز؛ الحاج نورالدین عزیزي له خپل ملګري پلاوي سره د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر لزیز کودراتوف د افغاني تولیداتو او تولیداتو نندارتون پرانیست.
د افغاني تولیداتو او محصولاتو په نندارتون کې د ۷۵ شرکتونو افغاني محصولات په ۱۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، صنعتي محصولاتو، غالۍ، لاسي صنایعو، نا الکولي مشروبات، د اوسپنې د ذوب صنایع، ساختماني رنګونه، د چاپ صنعت، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، وچه میوه، بانکي خدمات نندارۍ ته وړاندې شول.
دا نندارتون د درې ورځو لپاره جوړ شوی و.

نور خبرونه

رادیو