د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر او له افغانستان سره د هغه اړیکې
د بریتانیا نوي لومړي وزیر کیر سټارمر په خپله کابینه کې ډیویډ لمی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکلی دی. د بریټانیې د بهرنیو چارو نوی وزیر ډیویډ لمي په ۲۰۲۲ کال کې کابل ته تللی و چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري ناورین له بیلابیلو اړخونو لیدنه وکړي.
ګارډین لیکي چې ډیویډ لمي لومړی لوړپوړی بریتانوی سیاستوال و، چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته سفر کړی و.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د ښاغلي لمي سفر په افغانستان کې د بشري ناورین د ښه کولو لپاره د یوې لارې په توګه په ګوته کړې وه.
د نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې شوی، چې له افغانستان سره مالي مرستې په بې ساري ډول کمې شوې وې.
ډیویډ لمي د ماشومانو د ځانګړي روغتون څخه لیدنه کړې وه، چې د نړیوال روغتیا سازمان له خوا اداره کیده. هغه دغه راز د ځوانانو مرکز، د یونیسف د ماشومانو د ملاتړ پروګرام او کډوالو مرکز څخه لیدنه کړې وه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو د وتلو یو له منتقدینو څخه دی او د افغانستان له سقوط وروسته پېښې "ناورین" ګڼي.
ښاغلي لمي وویل، چې له افغانستان څخه د بریتانوي ځوواکونو وتلو سره د دغه هېواد نړیوال شهرت کم کړ.
ډیویډ لمي خبرداری ورکړی، چې په میلیونونو افغان ملکي وګړي له لوږې سره مخ دي او ځینې حتی اړ دي چې خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو لپاره د خپل بدن غړي وپلوري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت یې له نږدې څارلی، د بریټانیا پر پخواني حکومت یې له دې امله نیوکه کړې چې د افغانستان وضعیت یې له پامه غورځولی.
دغه بریتانوي چارواکي، ټینګار وکړ چې هېواد یې باید د ملیونونو ملکي خلکو سره د مرستې لپاره یوه جامع ستراتیژي ولري.
افغان ښځې "یوازې شتون لري، ژوند نه کوي"
د بریټانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتلي و.
دغه بریټانوي سیاستوال له افغان ښځو سره تر خبرو وروسته د ښځو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.
هغه وویل، چې طالبانو د افغان ښځو ژوند، تعلیم او حیثیت غلا کړی دی.
ښاغلي لمي د یوې افغانې ښځې له قوله وویل: "موږ یوازې شتون لرو، موږ ژوند نه کوو."
د پرمختګ کیسه
ډیویډ لمي د بریټانیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته وویل، چې هغه افتخار کوي چې د غلامانو اولاده او د کارګر طبقې تورپوستي غړی دی چې دغه مقام ته رسیدلی دی.
ښاغلی لمي د لندن په شمال کې د اهل ګویان مور او پلار څخه پیدا شوی دی. هغه وویل، چې "زما کیسه د پرمختګ کیسه ده،"
په یوه ویډیویي پیغام کې چې په اېکس ټولنیزه شبکه خپور شوی، لمي ویلي، چې هغه د تاتنهام له ګاونډ څخه په داسې موقف کې ټاکل شوی دی.
د بریتانیا نوي لومړي وزیر کیر سټارمر د جمعې په ورځ خپله کابینه اعلان کړه، او خپل د کورنیو چارو، دفاع او مالیې وزیران یې معرفي کړل.
د بریتانيا په پارلماني ټاکنو کې د قاطع اکثريت په ګټلو او د محافظه کار ګوند له تاريخي ماتې سره د کارګر ګوند له ۱۴ کلونو وروسته بېرته واک ته ورسېد.