دوه افغان سوک وهونکو د روسيې سياليو کې د برونزو مډالونه وګټل

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ادراې خبر ورکړ، چې د دوی دوو افغان لوبغاړو د سوک وهنې په سيالیو کې دریم مقام په خپل نوم کړی او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي دي. دغه اسيايي سيالۍ د روسيې په یاکوتیا ښار کې تر سره شوې.

د افغانستان بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ ويلي، چې افغان لوبغاړي مجتبا حيدري په ۴۸ کيلو ګرامه وزن د سوک وهنې په برخه کې خپل اذربایجانی سيال مات کړ.

دوی زياتوي، چې همدې سيالیو کې فردوس نجيبي بيا په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې د سوک وهنې په برخه کې خپل ازبکستاني سيال ته ماتې ورکړه.

دواړو افغان لوبغاړو د «يوې بريا او دوهمې استراحت» په پايله کې د سياليو نيمه پايلوبو ته ځان ورساوه او د برونزو مډالونو په ګټلو یې دريم مقام په خپل نوم کړ.

دغو سيالیو د اسيايي هېوادونو د سوک وهنې لوبغاړو ترمنځ لس ورځي دوام وکړ.