د ایران ځانګړی استازی د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي خبر ورکړی، چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.
حسن کاظمي قمي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې غونډې له لارې به د افغانستان په اړه د تهران اندېښنې ملګرو ملتونو او ګډون کوونکو هېوادونو ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۰ مه پر اېکس په خپل یادښت کې زیاته کړې، چې په نننۍ غونډه کې به په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د تهران "بشردوستانه پالیسي" تشریح کړي.
ښاغلي کاظمي قمي ټینګار وکړ، چې «د افغانستان او سیمې پېچلي او خطرناک شرایط له ټولو خواوو سره هراړخیزو مشورو ته اړتیا لري.»
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې«د دوحې خبرې اترې به د افغانستان د شریفو خلکو د دردونو او کړاوونو د کمولو لامل شي او د سولې، ثبات، امنیت، تلپاتې پراختیا او د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ به له بهرنۍ لاسوهنې او تسلط څخه پرته یو حکومت رامنځته شي.»

نور خبرونه

رادیو