په ایران کې د افغان کډوالو د څرنګوالي پلان د دغه هیواد په پارلمان کې ارزول کیږي

۴ ورځې مخکې

د صدا و سیما اژانس خبر ورکړی، چې د ایران پارلمان به ډیر ژر په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د څرنګوالي پر پلان بیا کتنه وکړي.

د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې پارلمان د افغان کډوالو د موضوع په اړه حساس دی او په جدي توګه عمل کوي.

په دغه راپور کې چې د وږي میاشتې په ۲۴ نیټه خپور شو، ویل شوي، چې دغه تګلاره د ایران پارلمان له عملي کیدو وروسته د ایران اړوندو ادارو ته واکونه په لاس ورکوي.

ابراهیم عزیزي صدا او سیما خبري اژانس ته وویل: «میلمه پالنه خپل حد لري. هغه کډوال چې اسناد نه لري باید له هیواد څخه د وتلو په نوي امنیتي پلان کې همکاري وکړي او بهرني وګړي چې اسناد نه لري له ردولو وروسته باید دغه هیواد پرېږدي او که نه په وړاندې به یې سخت ګامونه واخیستل شي.»

د ایران د پوځ لوی درستیز احمدرضا رادان پنځه ورځې مخکې ویلي و، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه بهرنیان له ایرانه وایستل شي.

احمدرضا رادان وویل په ایران کې د ناقانونه بهرنیانو شمېر ټاکل شوی او د ایران د کورنیو چارو وزارت به یې په رسمي توګه اعلان کړي.

ایرانپه دې وروستیو کې له اسنادو پرته د کډوالو د تنظیم او شړلو په نوم پراخ پروګرامونه په ترلاس لاندې نیولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ناوړه ټولنيزو، امنيتي او بشري حقونو د وضعيت له امله ډېرى خلک هڅه کوي چې له دغه هېواده ووځي او د کډوالۍ لاره خپله کړي.

خو ایران او پاکستان هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او په زوره یې افغانستان ته ستنوي.

نور خبرونه

رادیو