عمران خان له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر له غوښتنې ملاتړ وکړ

۴ ورځې مخکې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په سرحدي سیمو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر د وړاندیز ملاتړ وکړ.

عمران خان وايي: «له خبرو پرته ترهګري له منځه نه شي تللی.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د اړیکو ښه کول د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اړین دي.

نوموړي د جمعې په ورځ يې په زندان کې خبريالانو ته وويل، چې د ده د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې تر ټولو کمې ترهګريزې پېښې شوې دي.

تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د خیبرپښتونخوا پر سر وزیر علي‌امین ګنډاپور له طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز په اړه نیوکه کړې وه.

خو عمران خان ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له علي‌امین ګنډاپور وغواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او له هغه څخه منندوی و اوسي.

علي امین ګنډاپور د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند غړی دی.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ له اسلام اباده وغوښتل چې په دغه ایالت کې د امنیت په اړه له افغان طالبانو سره د خبرو اجازه ورکړي.

عمران خان وايي، چې خېبرپښتونخوا صوبه ترهګرۍ سخته ځپلې ده او باید په مخامخ خبرو اترو کې رول ولري.

نوموړي وويل: «خېبرپښتونخوا له کلونو راهیسې د ترهګرۍ بار په غاړه وړي او بې شمېره پوليسو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د تحریک انصاف مشر د پاکستان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري نیوکه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه «هېڅکله افغانستان ته نه دی تللی.»

عمران خان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې د دې ګواښ د له منځه وړلو هڅه کوي، نوموړي وویل، چې د ګنډاپور هدف «د حکومت پلويتوب دی، نه د حکومت پر ضد.»

نور خبرونه

رادیو