‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د قابلو یوه ډله روزلې ده

۳ ورځې مخکې

‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په دې برخه کې یې چمتو کړې ده.

‏دغه سازمان وايي،روزل شوې ډله به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره مقابله وکړي.

د افغانستان لپاره ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په ایکس پاڼه پرته له دې چې شمېر یې یاد کړي لیکلي، چې په بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله یې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په بریالیتوب فارغه کړې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روانې وږي میاشتې په سر کې ویلي و، چې افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري.

دغه صندوق خبرداری ورکړی و، چې که دغه اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د نړۍوالو روغتیايي سازمانونو د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري چې وايي، په افغانستان کې هر یو ساعت یوه ښځه د مینداورۍ د ستونزو او یا هم د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

ددې صندوق په خبره، په کارپوه قابلې کولی شي، چې تر ډېره پورې د مړینې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق بیا راپور ورکوي، چې په هرو ۱۰۰ زرو زېږېدنو کې ۶۳۸ میندې د مینداورۍ پرمهال ژوند له لاسه ورکوي او لامل یې هم بېوزلي، روغتیایي خدمتونو ته کم لاسرسی او جنسیتي توپیر دی.

نور خبرونه

رادیو