د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په دایکنډي کې د هزاره ګانو وژنه پلان شوې وه

۴ ورځې مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان په دایکنډي کې د داعش له خوا د هزاره ولسي وګړو د وژلو په غبرګون کې ویلي، دغه برید د «هزاره ګانو پر ضد د قصدي او پلان شویو بریدونو پراخه منظمه بڼه ده.»

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا دفتر ویلي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې هزاره ګان په پلان شوي ډول په نښه شوي.

د بشري حقونو دغه سازمان د شنبې په ورځ پر هزاره ګانو د قصدي بریدونو د عاملانو د ژر تر ژره محاکمې غوښتنه وکړه.

دغه سازمان وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې هزاره ګان په عبادت ځایونو، ښوونځيو، روغتونونو، سړکونه او نورو عامه ځایونه کې په نښه شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د دغه برید عاملان باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي. دغه سازمان د هزاره ټولنې د نور زیان څخه د ساتنې لپاره د ګامونو پورته کېدو غوښتنه هم وکړه.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې په دايکنډي کې پر هزاره ولسي وګړو وروستی برید په افغانستان کې د سزا ورکړې د معافيت د دوام ښودنه کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د نړۍوالو قوانینو له مخې له بشري حقونو او جرمونو د پراخې او سیستماټیکې سرغړونې د مخنیوي لپاره د یوه خپلواک نړۍوال میکانیزم د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

داعش خراسان د پنجشنبې په ورځ په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ولسي وګړي په ډزو ووژل. دغه برید په نړۍواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

نور خبرونه

رادیو