میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په دوو ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او نهه تنه ټپیان شوي

۴ ورځې مخکې

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د سورلۍ موټر او باروړونکي لارۍ د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي.

همدارنګه تېره ورځ په فراه ولایت کې هم په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي.

په میدان وردګ ولایت د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار له قوله ویلي، چې نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) د میدان ښار د تورو تیږو په سیمه کې د سورلۍ د یوه موټر او باروړونکي لارۍ د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مړه شویو کسانو کې د یوې کورنۍ (پلار، مور او لور) شامل دي او د دغه کورنۍ درې تنه نور ټپي غړي د میدان ښار روغتون وړل شوي دي.

همدارنګه په فراه ولایت کې سیمه ییزو طالب چارواکو خبر وکړی، چې تېره ورځ د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې د سورلۍ یوه موټر د اوښتو له امله دوه تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ورستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافيکي پېښې خورا ډیرې شوې، چې لاملونهیې د چلوونکو بې احتیاطي، د چپ لاس موټر، ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابولی ښودل کیږي.

نور خبرونه

رادیو