طالبان: د ادارې او مدیریت په برخو کې ۳۵ زره طالب جنګیالي په زده‌کړو بوخت دي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وايي، زرګونه طالب جنګیاليو چې درسي سویه یې ثابته کړې په نهم او ۱۲م ټولګیو کې شامل کړي او د دغې ډلې ۳۵ زره جنګیالي د ادارې او مدیریت په برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارواکو د خپلو کلنیو لاسته راوړونو په اړه د معلوماتو شریکولو په پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په دغې اداره کې ۳۵ زره طالب جنګیالي د اداري او مدیریت په برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسکلي زده‌کړو ادارې سرپرست مشر غلام حیدر شهامت وویل: «د روسانو پر مهال د مجاهدینو د انقلاب د ناکامۍ لامل له نظام څخه د مجاهدینو لرې والی وو، ځکه چې لوړې زده‌کړې او کاري تجربه یې نه لرله، داځل د تیرې ترخې تجربې د تکرارېدو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۳۵ زره مجاهدین په ادارې او مدیریت برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.»

نوموړی وایي، ډیری طالب جنګیالي یې د دوی د درسي سویې سره سم د ښوونځي په نهم او ۱۲م ټولګیو کې شامل کړي.

ښاغلی شهامت وايي، په تېر یو کال کې یې په دغې اداره کې شاوخوا ۸۰ زره زده‌کوونکي او زده‌کړیالان جذب کړي او همدارنګه تر ۲۰ زره ډیر د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارواکي په داسې حال کې ۳۵ زرو طالب جنګلیالیو ته د ادارې او مدیریت په برخو کې د زده‌کړو خبر ورکوي، چې دغې ډلې له نږدې ټولو مسلکي او تخنیکي ادارو څخه مسکلي او وړ کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د جوماتونو ملایان او قاریان په دندو ګمارلي دي.

نور خبرونه

رادیو