یونیسېف: تېرکال مو تر ۲۰ مېلیونه ډېرو خلکو سره د روغتیایي خدمتونو ترلاسه کولو کې مرسته کړې

۴ ورځې مخکې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، په ۲۰۲۳کال کې یې په افغانستان کې تر ۲۰ مېلیونه زیاتو خلکو سره د ژوند ژغورونکو روغتیایي خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کړې، چې تر نیمایي یې ماشومان دي.

دغې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي ناورین او وزګارتیا له امله لاهم روغتیایي خدمتونو ته د مېلیونونو افغانانو لاسرسی محدود دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، د افغانستان د نفوسو له درېیمې برخې څخه ډېر کسان روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
په راپور کې راغلي، د نړۍوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته، دغه اداره په ټول افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو کې د تنخواوو، اړینو طبي توکو او د دوامداره برېښنا او اوبو رسولو له لارې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ کوي.
په راپور کې زیاته شوې، چې د جاپان د حکومت او جایکا نړۍواله اداره ورسره د واکسینونو پروګرامونو په دوام کې مرسته کوي؛ چې ماشومانو ته په خوندي ډول واکسین ورسوي.

نور خبرونه

رادیو