په کابل کې د یوناما مشره او د اروپايي ټولنې استازی د دوحې د درېیمې ناستې ځای ته رسېدلي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د افغانستان انټرنشنل خبریال له دوحې څخه وايي، چې د یوناما مشره رزا اوتونبایوا او د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسون د دوحې د درېیمې ناستې ځای ته ورسېدل.

اوتونبایوا او نېکلسون دمګړۍ د ناستې د لومړۍ ورځې پر جزییاتو کار کوي.
د دوحې درېیمه ناسته به د چنګاښ په لسمه نېټه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو