‏ذاکر جلالي: د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ د راشه درشې کچه مخ په لوړېدو ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، د دوی د ډلې او د سیمې د هېوادونو تر منځ د سیاسي درک کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي جلالي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، سیمه‌ییز او نور هېوادونه غواړي چې پر افغانستان لګول شوي بانکي بندیزونه لرې شي، چې په خبره یې له دغو هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شي.
‏ ښاغلي جلالي دا رنګه لیکلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې هم داسې وړاندوینې کېږي چې ښایي د دغو لګېدلو بندیزونو د لرې کولو لپاره یو شمېر هېوادونه یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړي.
هغه وایي، که داسې کېږي ورسره به د راتلونکو غونډو لپاره هم مثبتې پایلې ولري.

ښاغلي جلالي په باور لوېدیځوال هم نه غواړي، د افغانستان سره د تعامل په برخه کې له نورو لوبغاړو شا ته پاتې شي.
که څه هم چې د دوحې ناستې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي؛ خو طالبان ترېنه زیاتې تمې لري.

هغو په دې باور دي، هماغه شان چې ملګرو ملتونو په ځینو برخو کې د دوی شرطونو ته غاړه اېښې ښایي د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې هم ورسره ورته چلند وشي.
خو ځیني نور بیا وايي، تر هغې چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو منلو ته غاړه نه وي اېښي؛ نو داسې نه ښکاري چې لوېدیځوال به له دغې ډلې سره مثبت تعامل ته زړه ښه کړي.

نور خبرونه

رادیو