مارشال عبدالرشید دوستم په جلا وطنۍ کې د افغانستان د حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ دورې لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د طالبانو پر وړاندې د جلا وطنه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ پر افغان سیاسي ګوندونو غږ وکړ، چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د جلا وطنه حکومت پر جوړښت موافقه وکړي.

مارشال دوستم د شهیدانو د اوونۍ په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې وویل چې د «جلا وطن حکومت» د جوړولو لپاره مالي سرچینو یا پراخو امکاناتو ته اړتیا نه شته؛ خو ټینګار یې وکړ، چې دا کار به طالبان له منځه یوسي.

په جلاوطنۍ کې د حکومت جوړیدل د ځینو هېوادونو په تاریخ کې مخینه لري او له دې وړاندې د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر مهال مجاهدینو په پاکستان کې یو جلا وطنه حکومت جوړ کړی و.

دوستم دا هم زیاته کړه، چې په جلاوطنۍ کې د حکومت مشر باید یو باخبره او پوه کس وي چې د طالبانو پر وړاندې د استدلال کولو وړتیا ولري.

هغه له نورو غیر طالب سیاسي شخصیتونو وغوښتل، چې له شخصي ارمانونو دې ډډه وکړي او له یو بل سره دې لاس یو کړي.

هغه له طالبانو سره هر ډول معامله رد کړه او ویې ویل، چې دغه ډله په خپلو ژمنو کې هېڅ ډول رښتینې نه ده.

دوستم د طالبانو د ازبک قوماندانانو ګوښه کولو ته په اشارې سره وویل، حتا هغه کسان چې له دې ډلې سره یې همکاري کړې وه، ګوښه کړای شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې نه غواړي د هیچا استازی شي.

هغه وویل: "که موږ دا خوښوو یا نه، وضعیت به بدل شي."

دوستم همداراز د سیمې هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې د ټاپي پروژې په پلمه له طالبانو سره تړونونه لاسلیک نه کړي، چې هغه یې "غیر قانوني" بولي.

هغه ټینګار وکړ: "طالبان روان دي."

په دې غونډه کې د ولسمشر حامد کزي پخواني مرستیال محمد یونس قانوني هم د «جلاوطنه حکومت» د جوړېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل، پر دې نظر په نړۍوالو حلقو کې بحث شوی دی.

هغه وویل، چې د داسې حکومت جوړول به د "طالبانو سره د تاکتیکي ښکیلتیا څخه ستراتیژیکې مقابلې ته د بدلون" معنا ولري.

تر دې مخکې د طالبانو یوه مخالف مشر احمد مسعود هم په یوه مرکه کې په جلاوطنۍ کې د حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی و او ویلي یې وو، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره کار کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې لا هم اوږده لاره پاتې ده.

مسعود وويل، چې د داسې حکومت جوړول د بېلابېلو ډلو او سکټورونو ترمنځ پراخ يووالي ته اړتيا لري، څو يوه واحد جبهه جوړه شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي.

هغه وويل: "موږ د دې هدف پر لور روان يو، خو لا هم اوږده لاره په مخ کې لرو."

د جلا وطنه حکومت د جوړېدا د غوښتنې په تړاو تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو