د ایران د یو شمېر ښارونو په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو پر نوم لیکنې بندیز ولګېد

۳ ورځې مخکې

له ایران څخه راپورنه وايي، چې د دغه هېواد چارواکو په ځينو ښارونو کې ښوونځيو ته د افغان ماشومانو پر شموليت بنديز لګولی دی.

په کرمان، شېراز، کهګيلويه او بويراحمد ښارونو په ښوونځيو کې مسوولين د افغان ماشومانو نومونه نه ليکي.

د کرمان والي محمد مهدي فداکار د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د کرمان ولایت د پوهنې د شورا په غونډه کې وويل، چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې له سندونو پرته د افغان زده کوونکو نوم لیکنه په جدي توګه بنده شوې ده.

د ایران دغه چارواکي په کرمان ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړ، چې له اسنادو پرته د کډوالو د راجسټر کولو حق نه لري.

د کرمان والي ویلي، د هغو ښوونځیو د مدیرانو پر وړاندې به قانوني چلند ترسره شي، چې د «غیرمجاز» اتباعو په ځانګړې توګه بې اسناده افغان کډوالو نوم لیکنه کوي.

په ورته وخت کې په شېراز کې یو شمېر افغان کډوال بیا وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د نوم لیکني اجازه نه ده ورکول شوې.

یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته د شېراز د یوه لومړني ښوونځي په دروازه کې د يوې خپرې شوي خبرتیا یوه ویډیو لیږلې، چې په کې لیکل شوي «په دې ښوونځي کې کډوال نه شاملیږي.»

په همدې حال کې فارس خبری اژانس هم د کهګيلويه او بويراحمد ولایت د سیاسي او امنیتي مرستیال جواد هاشمي له قوله په دغه ولایت کې له اسنادو پرته د بهرنیو محصلینو د نوم لیکنې د بندیز په اړه خبر ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان اتباعو د ايستلو او له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

وړاندې د ایران د پولیسو قوماندان هم ویلي وو، چې ایران په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه شاوخوا دوه میلیونه «غیر قانوني بهرني اتباع» له دغه هېواده وباسي.

نور خبرونه

رادیو