د بشري حقونو یوه بنسټ پر هزاره ګانو د ډزو په اړه د بېړنۍ نړۍوالې څېړنې غوښتنه کړې

۳ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د کاناډا فمنيسټې ټولنې په دایکنډي کې پر هزاره ملکي وګړو د وژنو په غبرګون د جرمونو له نړۍوالې محکمې وغوښتل، چې د دې پېښې په اړه پلټنې وکړي.

د بشري حقونو دغه بنسټ ویلي، چې دا پېښه د طالبانو د واکمنۍ تریخ او وحشتناک حقیقت په ډاګه کوي.

داعش د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو ووژل.

د افغانستان لپاره د کاناډا فمنيسټي بنسټ د یکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د قومي اقلیتونو پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د قومي اقليتونو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د بشري حقونو دغه بنسټ له ملګرو ملتونو، د جرمونو له نړۍوالې محکمې او د بشري حقونو له نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د دغې پېښې په اړه خپلواکه څېړنه وکړي.

دغه راز د ښځو دغه سازمان د یادو وژنو د عاملينو د پېژندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه هم کړې ده.

د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د کاناډا فمنيسټي بسنټ هم په افغانستان کې د هزاره ګانو د ژوند د خوندیتوب او د سیستماتیکو او تبعیضي وژنو د پای ته رسولو لپاره د اغېزناکو اقداماتو په پلي کولو ټینګار وکړ.

پر هزاره وګړو برید پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول.

یو شمېر سازمانونو له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د هزاره ګانو وژل د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې په توګه وپېژني.

نور خبرونه

رادیو