د ننګرهار پوهنتون استاد او څېړونکی پوهاند شاه ولي خان مړ شو

۳ ورځې مخکې

د ننګرهار پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی لیکوال او څېړونکی پوهاند شاه ولي خان په ننګرهار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د ننګرهار پوهنتون استاد عبدالطیف مل شینواري پر خپلې فیسبوک پاڼې تایید کړې، چې پوهاند شاه ولي خان د ورپېښې ناروغۍ له امله نن ماخوستن مهال مړ شوی دی.

پوهاند شاه ولي خان د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتنو څانګې استاد و، چې لسګونه علمي او تخلیقي اثار یې لیکلي دي.

نوموړی په ننګرهار پوهنتون کې د خوشحال پېژندنې د استاد تر څنګ د پښتو متن په څېړنه کې ځانګړې څېړنې کړې دي.

پوهاند شاه ولي خان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی او لسګونه کاله یې د ننګرهار پوهنتون د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو