فرانسوي چارواکي: د مانش کانال څخه د تېرېدو پر مهال اته کډوال مړه شوي دي

۳ ورځې مخکې

فرانسوي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د یو شمېر افغانانو په ګډون اته کسانو له فرانسې څخه انګلستان ته د تېرېدو پر مهال د مانش په کانل کړې مړه شوي دي.

د مړه شویو افغانانو د دقیق شمېر په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې ۱۲ کسان هغه مهال مړه شول، چې هڅه یې کوله له دغه کاناله په تېرېدو سره له فرانسې ځان انګلستان ته ورسوي.

دغه کسان هغه مهال مړه شول چې کښتۍ یې په کانال کې ډوبه شوه.

په دغه کانال کې د کډوالو مړینې په فرانسې او انګلستان فشارونه ډېر کړي، چې له دغې لارې د کډوالو د کښتیو د تللو مخه ونیسي.

د فرانسې د پاس-دی-کالاس سیمې مشر جاک بیلنټ وویل، چې د ژغورنې ډلو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې یوه کښتۍ چې ۵۹ تنه پکې سپاره وو؛ د پاس-دی-کالیس په سیمه کې د امبلټیوس ساحل ته نږدې په اوبو کې له ستونزو سره مخ شوې ده.

هغه یوې خبري غونډې ته وویل: "د شپې په شاوخوا یوه بجه یوه نوې پېښه رامنځته شوه او موږ د اتو کسانو مړینې خواشیني کړو."

هغه زیاته کړه، چې نور ۵۱ کډوال اوس د ژغورنې او طبي عملې تر پاملرنې لاندې دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان د افغانستان، سوډان، سوريې، مصر او ايران وګړي وو، خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې د افغانانو شمېر څو تنه وو.

دغه کانال د نړۍ یو له بوختو بار وړونکو لارو څخه دی او هلته د سمندر څپې قوي دي، چې په کوچنیو کښتیو کې تېرېدل خطرناک کوي.

بیلنټ وویل، چې وروستۍ پېښه د هغو کسانو شمېر ۴۶ ته رسوي، چې د کال له پیل راهیسې د فرانسې څخه د کانال د تېرېدو په هڅه کې مړه شوي دي.

هغه وویل، چې یوازې د سپټمبر په ۱۴مه له فرانسې څخه د دې کانال د تېرېدو اته هڅې وشوې او شاوخوا ۲۰۰ کډوال وژغورل شول.

نور خبرونه

رادیو