اتمر هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د پاکستان له پخواني چارواکي سره یې په ترکیه کې مذاکره کړې

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د پاکستان د ملي امنیت له پخواني سلاکار سره یې په ترکیه کې مذاکره کړې ده.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سیاست او استخباراتو د نړۍ فریب‌کارانو داسې یو دروغ خپاره کړي، ترڅو د افغانستان خلک له رښتیني او سمو اطلاعاتو محروم کړي.

ښاغلی اتمر وایي: «د سیاست او استخباراتو د نړۍ فریب‌کارانو او په سایبري جرمونو او ناسمو اطلاعاتو کې ښکېلو کسانو د پاکستان د ملي امنیت له پخواني سلاکار سره د مذاکرې پر مهال یې د دوی انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې دا غونډه ګواکې په دې وروستیو کې په ترکیه کې شوې ده.»
که څه هم اتمر دا مشخصه کړې نه ده، چې دا انځورونه کومو استخباراتي کړیو خپره کړې؛ خو په انځورونو کې د افغانستان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر سربېره محمد شاکر کارګر او تمیم عاصي هم لیدل کیږي.
حنیف اتمر د دې انځور په اړه لیکلي، چې دا انځور د ۱۳۹۶ کال په غبرګولي میاشت کې د مسکو د امنیتي غونډې په څنډه کې اخیستل شوی دی.
د نوموړي په وینا: «دا انځور په هغه وخت کې د بوختیاو له امله د ډوډۍ خوړولو پر مهال اخیستل شوی دی. د دې غونډې خبر او پکې مطرح شوي موضوعات هغه مهال د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په رسمي ډول خپاره شوي وو.»


ښاغلی اتمر همداراز زیاتوي، چې د ځېنو کړیو له خوا نه یوازې په خبر کې بلکې په انځور کې هم جعل شوی دی.
هغه د دغې کتنې موخه مخامخ لوري ته د ترهګرۍ د ملاتړ په تړاو خبرداری ورکول یاد کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر لیکلي: «یو شمېر کورنیو سیاسي او استخباراتي کړیو د خپلو بهرنیو همکارانو په مرسته د خپلو پلان شویو درواغو او اطلاعاتي جرمونو له لارې په ځانګړي ډول تېرو دوو لسیزو کې زمونږ د ولس د قربانۍ لامل ګرځېدلي دي.»
د نوموړي په وینا؛ اړینه ده، چې د افغانستان خلک د دغو کړیو د دسیسو په تړاو خبر کړی شي.
سره له دې، چې د ورته جعلي خبرونو د خپرولو اصلي موخه او منبع روښانه نه ده؛ خو وخت ناوخته د افغانستان د تېرو چارواکو په اړه داسې راپورونه خپرېږي، چې ډېر کله له حقیقته لرې وي.

نور خبرونه

رادیو