نړۍوال سازمانونه: ملګري ملتونه د افغانو ښځو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره درې ورځې وخت لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو یوې ډلې ملګرو ملتونو ته درې ورځې وخت ورکړی، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانو ښځو د حضور په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، چې د افغانو ښځو او نجونو حقونه د خبرو اترو وړ نه دي.

د ښځو، سولې او امنیت په اړه د نادولتي موسسو کاري ډله د ۱۸ نړۍوالو سازمانونو څخه جوړه ده، چې په ملګرو ملتونو او نړۍ کې فعالیت کوي.

دوی د روان کال د جوزار په میاشت کې په یوه بیان کې وویل چې "نړۍ په خطرناک ډول د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت منلو ته نږدې شوې ده."

د بشري حقونو نړۍوالو ډلو ملګرو ملتونو ته درې ورځې ضرب الاجل ټاکلی او ټاکل شوې چې په دوحه کې درېیمه غونډه په درې ورځو کې په قطر کې جوړه شي.

دغو سازمانونو د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د ایمنسټي انټرنشنل او هیومن رایټس واچ په حواله لیکلي، چې که ملګري ملتونه د دوحې له درېیمې غونډې څخه د ښځو ایستلو ته دوام ورکړي، اعتبار به یې له خطر سره مخامخ شي.

د ښځو، سولې او امنیت په اړه د نادولتي موسسو کاري ډلې په یوه یادښت کې ویلي: "افغانو ښځو په وار - وار پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې ورته تېروتنې ونه کړي؛ که نه نو ډېره ناوړه تجربه به رامنځته شي."

په افغانستان کې مېشتو نړۍوالو سازمانونو کې د افغانو مېرمنو پر کار کولو د بندیز لېرې کول یوه بله غوښتنه وه، چې تېره میاشت د بشري حقونو سازمانونو له خوا پورته شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي په دې وروستیو کې ویلي، چې افغانې ښځې او مدني ټولنې د دوحې په غونډه کې ګډون نه کوي.

د دوحې له غونډې څخه د ښځو وتل د بشري حقونو د مدافعینو له خوا پراخې نیوکې راپارولي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه یې د طالبانو د شرطونو په منلو تورن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو