د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: د دوحې د ناستې موخه د طالبانو په رسمیت پېژندل نه دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د چهار شنبې په ورځ د افغانستان انترنشنل او څلورو نورو خبري اژانسونو سره په خبرو کې وویل، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې ونه شي.

نوموړې د افغان ښځو او مدني ټولنو د نه بلنې په اړه د نيوکو په ځواب کې وويل چې دا "د افغانانو تر منځ غونډه نه ده."
ډیکارلو وویل:« زه غواړم ټینګار وکړم، چې د دوحې غونډه یو بهیر دی، پر موږ ډېرې نیوکې شوي، چې ولې افغان ښځې او د مدنې ټولنې استازي په خبرو اترو کې برخه نه لري؟ باید ووایم دا بین الافغاني خبرې اترې نه دي.»
نوموړې زیاته کړه:« هیله لرم یو وخت به دغه ځای ته ورسېږو؛ خو موږ اوس په دې پړاو کې نه یو.»
ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله (د چنګاښ په ۱۱مه) د دوحې د غونډې په دویمه ورځ د مدني ټولنې او افغان ښځو له استازو سره هم وګوري.
دغې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو استازي وربلل شوي دي.
اغلې ډیکارلو وویل، چې له طالبانو سره تعامل د رسمیت پېژندلو په مانا نه دی.
هغې وویل:« دا غونډه د رسمیټ پېژندلو لپاره نه ده. دا غونډه د طالبانو تر رسمیت پېژندلو نه ده محدوده. له طالبانو سره تعامل لرل د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او دا غونډه د طالبانو په اړه هم نه ده، دا غونډه د افغانانو او افغانستان په اړه ده.»
طالبانو د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو نه وربلل کېدل، په دوحې غونډه کې د خپل ګډون لپاره یو له شرطونو څخه ټاکلی و، چې د ملګرو ملتونو له لوري یې دا شرط ومنل شو.
اغلې ډیکارلو د خبریالانو سره په لیدنه کې وویل، چې طالبان له انټونیو ګوترېش سره د لیدلو لېوالتیا لرله.
نوموړې وویل، چې د دې غونډې مشري په غاړه لري؛ نو له همدې امله په دوحه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د طالبانو د پلاوي لیدنه امکان نه لري.
ډیکارلو ټینګار کړی، چې د دوحې د ناستې موخه نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته د طالبانو ژمنتیا ده.
هغې هیله څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه به دغه هدف ګام په ګام ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو