ملي مقاومت جبهې په هرات کې د ۲ طالبانو د وژلو خبر ورکړی

۲۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مقاومت جبهې د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ویلي، چې تېره شپه يې د هرات ولایت د کرخ پر لار په یوه وسله وال بريد کې ۲ طالبان وژلي دي.

دغه جبهې ويلي، چې په دې بريد کې د دوی کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې جبهې په خپله اعلاميه کې لیکلي، چې د طالبانو په وړاندي عمليات يې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغه بريد او دوی ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندي هم د مقاومت جبهې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر طالبانو د بريدونو او هغوی ته د مرګ ژوبلي اوښتلو خبرونه ورکړي وو.

نور خبرونه

رادیو