په بلخ کې معلولینو د پولیو د واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۲۱ ساعتونه مخکې

په بلخ کې یو شمېر معلولینو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډولو پر ضد لاریون وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل، چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د طالبانو روغتیا وزارت د پولیو د واکسین د کمپاین د بندیدو خبر رد کړی و.

معلولینو د ماشومانو د واکسین د کمپاین د بندېدو له خطرونو اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بهیر درول به د معلولیت لرونکو کسانو د شمېر د زیاتوالي لامل شي.

د معلولینو د حقونو یو فعال سید محمد یزدان پرست ټینګار وکړ، چې هېڅ اقدام باید په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د دوام مخه ونه نیسي.

دا خبر په داسې حال کې د طالبانو چارواکو رد کړی، چې تر دې وړاندې اسوشېټېډ پرېس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی و، چې طالبانو د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

د پولیو د واکسین کمپاین چارواکو ګارډین ته ویلي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ښځو د شتون او امنیتي اندېښنو له امله د پولیو کمپاین وځنډاوه.

نور خبرونه

رادیو