د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه کرېکټ سيالیو اوله لوبه کې ماهيپر ستورو هندوکش ته ماتې ورکړه

۲۰ ساعتونه مخکې

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه د اووم پړاو کرېکټ سیاليو په لومړۍ لوبه کې ماهيپر ستورو لوبډلې د ۱۰ ويکټو په توپير هندوکش سټرايکرز ته ماتې ورکړه.

د دې سياليو په دوهمه لوبه کې ميوند اتلانو د يوې پاڼۍ او ۷۴ منډو په لوی توپير د پامير ليجنډز لوبډله ماته کړه.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه د اووم پړاو کرېکټ سياليو د لومړۍ لوبې پچه ماهيپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی يې هندوکش سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هندوکش د لوبي په لومړۍ برخه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړکړې.

بهيرشاه محبوب د ۴۲ او حزب الله دراني د ۴۰ منډو سره تر نورو لوبغاړو ډېري منډې وکړې.

د ماهيپر لوبډلې په توپ اچونه کې محمدګل عليزي ۵ او ظاهر شهزاد ۳ لوبغاړي وسوځول.

ماهيپر د هندوکش د ۱۹۶ منډو په جواب کې ۲۸۰ مندې جوړې کړې.

په دوی کې علي احمد ناصر ۵۵ او اعجاز احمد ازاد ۴۶ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

ضياء الرحمان شريفي او طاهر عادل درې درې لوبغاړي وسوځول.

د هندوکس سټرايکرز د سيالۍ په دويمه برخه کې يوازي ۱۴۱ منډې جوړې کړې او ماهيپر ستورو لوبډلې په اسانۍ د ۵۸ منډو هدف پوره کړ.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو د ننګرهار په کوربتوب پیل شوی.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې یکشنبه میوند اتلان د ماهیپر ستوري لوبډلې سره د ننګرهار په غازي امان الله خا او پامیر لیجنډز د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې په نجیب الله تره کي کرېکټ لوبغالو کې د سياليو ډګر ته ښکته شي.

نور خبرونه

رادیو