د منځنۍ اسیا هېوادونو ځینې مشرانو له جرمني وغوښتل چې له طالبانو سره اړیکي عادي کړي

۲۰ ساعتونه مخکې

د منځنۍ اسیا د هېوادونو څو مشرانو د جرمني له لومړي وزیر وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپل اړیکي عادي کړي.

دغو مشرانو پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او جرمني په ګډه سرمشریزه کې له اولف شولتز دا غوښتنه وکړه.

ښاغلی شولتز دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره استانا ته تللی چې پکې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه ګډون لري او له دوی ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره پوله لري.

د جرمني خبري اژانس یا ډي پي اې د راپور له مخې، ښاغلی شولتز د دې غوښتنې په ځواب کې د افغانستان په هکله څرګندونو کې محتاط و او په دغه هېواد کې یې د طالبانو له خوا پر ښځو پراخو بندیزونو ته اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه. په افغانستان کې چې څه پېښېږي د زغملو نه دي. دا هم موږ ته روښانه ده چې په دغه هېواد کې حکومت مشروعیت یا رواتوب نه لري او په افغانستان کې اوس ډېری پرمختیاوې ډېرې مایوسوونکې دي.

جرمن خبري اژانس د منځنۍ اسیا هېوادونو د هغو مشرانو یادونه نه ده کړې چې له ښاغلي شولتز یې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو غوښتنه یې کړې ده.

خو باختر خبري اژانس وايي، په دغه غوڼډه کې د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره د نړیوالې همکارۍ او مرستې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو کې ترکمنستان او ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکي لري او قزاقستان هم دې وروستیو کې دا ډله د ترهګرو له نوملړ اېستلې ده.

ترکمنستان روانه اونۍ له طالبانو سره د ټاپي پروژې د پیل پرانیسته وکړه او همدارنګه ازبکستان هم تېرو اونیو کې خپل سرحدي ښار ترمذ کې له افغانستان سره ګډ بازار پرانیست.

ازبکستان وړمه ورځ له برلین سره هم دغه هېواد ته د مسلکي کارګرو د لېږلو او په بدل کې له دغه هېواد د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

جرمني د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې د دې توندلارې ډلې د سیاست سخت مخالف و او د امریکا په مشرۍ یې د دې ډلې د ځپلو لپاره نږدې شل کاله په افغانستان کې سرتېري درلودل.

خو اوس داسې راپورونه هم شته چې جرمن چارواکي په خپل هېواد کې له افغان ډيپلوماټانو له طالبانو سره تعامل غواړي.

نور خبرونه

رادیو