د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: موږ د خلکو رایې ته اړتیا لرو

پرون

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خوست کې غونډې ته وویل، د دې ډلې حکومت له ستونزو سره مخ دی او د حل لپاره د خلکو مشورې ته اړتیا لري.

نبي عمري وویل: «ځینې ستونزې شته، موږ اولياء او پېغمبران نه يو او موږ ته وحې نه راځي، موږ د خلکو رایو او مشورو ته اړتیا لرو.»

د طالبانو له بندیزونو سره د هیواد د خلکو د خپګان په دوام د خوست په يوه غونډه کې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي له خلګو د مشورو غوښتنه وکړه او د حکومت د ستونزو د هواري لپاره یې د دوی د رایې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم د خوست له اوسېدونکو وغوښتل، چې د دغې ډلې له خوا وضع شوي اصول او مقررات مراعات کړي.

طالبانو د جګړې له لارې واک ترلاسه کړی او په منتخب حکومت او د خلکو په رایو باور نه لري.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې پر رایې او له خلکو سره پر سلا مشورو ټینګار کوي، چې دغې ډلې په څه کم درې کلونو کې د نجونو د زدکړې او د ښځو پر کار بندیز لګولو ته پام نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو