د طالبانو د کډوالو وزیر د پاکستان له سفیر وغوښتل چې افغان کډوال دې نه ځوروي

پرون

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير په افغانستان کې د پاکستان له سفير سره په ليدنه کې له هغه غوښتي، چې افغان کډوال دې په جبري توګه نه ستنوي او نه دې يې هم ځوروي.

خلیل رحمان حقاني له پاکستان د افغان کډوالو اړوند د يوې ګډې تګلارې د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت نن په اعلاميه کې د خلیل رحمان حقاني او په افغانستان کې د پاکستان د سفير عبیدلرحمان نظاماني د لیدنې خبر ورکړی.

اعلاميه زیاتوي، چې حقاني په دې ليدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځوروني ترڅنګ دتګ راتګ پر مهال د ځينو ستونزو یادونه وکړه او له دغه هېواد یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د ګاونډيتوب اصل په پام کې ونيسي.

حقاني له پاکستاني سفيره غوښتي، چې کډوال دې د سیاستونو نه قرباني کوي.

«د پاکستان څخه د مهاجرینو په هکله د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه کوو، ترڅو د مهاجرینو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي.»

په اعلاميه کې د پاکستاني سفير له قوله لیکل شوي، چې «مسایل باید د خبرو او ګډو ناستو له لارې حل کړو.»

په اعلاميه کې نظاماني د کډوالو د ستونزو حل خپل اخلاقي مسوليت بللی او ويلي یې دي، چې له رهبرۍ سره به یې پر حل کار وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي بېګاه په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په ناسته کې وويل، له ټولو هېوادونو په تېره له ایران او پاکستان یې تمه دا ده، چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاط کار واخلي.

متقي د پاکستان او یران یادولو سره هیله وکړه، چې افغان کډوالو ته پکې تکلیف ونه رسېږي او په خپله خوښه ستنېدو ته پرېښودل شي.

د طالبانو چارواکو د څرګندونو سره هممهاله په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو راپورونه ډېر شوي دی.

نور خبرونه

رادیو