ملالې د دوحې له ناستې د ښځو د حذف په غبرګون له ملګرو ملتونو وغوښتل خپل مسیر بدل کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې د دوحې له ناستې د ښځو د اېستلو په غبرګون له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې خپل مسیر بدل کړي.
ملاله یوسفزی ټینګار کوي، چې د ښځو له حضور پرته د افغانستان په اړه هر ډول خبرې اترې هېڅ کوم مشروعیت نه رامنځته کوي.

نوموړې له ملګرو ملتونو غواړي، څو د دوحې د درېیمې ناستې په ترکیب کې بدلون رامنځته کړي.
مېرمن یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په خبرو کې د دوحې له درېیمې ناستې څخه د ښځو د اېستلو او د طالبانو پر یو اړخیزې بلنه خواشیني څرګنده کړه.
نوموړې له افغان ښځو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان په اړه ناستو کې د نیمایي جمعیت په پام کې نه نیول، خیانت دی.
ټاکل شوې، چې د قطر پلازمېنه دوحه راتلونکي اونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو او نړۍوالو سازمانونو د درېیمې غونډې کوربتوب وکړي؛ خو دغې غونډې ته مېرمنې او د مدني ټولنې استازي غوښتل شوي نه دي.
د بشري حقونو فعالان وایي؛ ملګرو ملتونو د دوحې د اصلي ناستې له جوړښته ښځې حذف کړې دي.
دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ لومړۍ ناسته ده، چې د طالبانو په حضور ترسره کیږي؛ خو له اصلي ناستې د ښځو او مدني ټولنو د استازو حذفول پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ملاله یوسفزۍ وایي، چې طالبان د مذهب او کلتور په تحریفولو سره د ښځو ضد اهداف تعقیبوي او باید د بشریت ضد د جنایتونو ځواب ورکړي.
له دې سره، د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر هم د دوحې له اصلي ناستې څخه د ښځو د اېستلو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له‌خوا بلنه و نه منله.
نوموړې وایي، چې د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړې غوسه کړې ده.
د یادولو ده، چې د ښځینه مشرانو په نړۍواله غونډه کې ۱۶ مشهورو ښځینه مشرانو نړۍوالې ټولنې ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې د دوحې له غونډې د ښځو اېستل او د طالبانو شرطونو ته تسلیمېدل به د طالبانو د مشروعیت او پر ښځو د ظلمونو د زیاتېدو لامل شي.

نور خبرونه

رادیو