ذاکر جلالي: تېرو ناستو ته په پام م.م وښوده، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون حتمي دی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی ذاکر جلالي وایي، تېرو دوو ناستو ته په پام چی طالبانو په کې برخه نه درلوده ملګرو ملتونو هم وښوده چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون حتمي دی.

هغه ویلي، ملګرو ملتونو ته دا روښانه شوه چې د طالبانو له حضور پرته ورته ناستې اغېزناکې نه گڼل کېږي؛ نو ځکه يې په دغه ناسته کې د طالبانو د ګډون لپاره واقعبينانه هڅې وکړې.
هغه نن چهارشنبه (د چنګاښ ۶مه) په اېکس پاڼه کاږلي:« موږ د دوحې راتلونکې ناستې په اړه ملګرو ملتونو سره له څو مياشتو مذاکراتو وروسته پرېکړه وکړه، چې د مرکزي وياند ذبيح‌الله مجاهد په مشرۍ له ګڼو ارګانونو جوړ پلاوی دغې ناستې ته واستوو.»
‏هغه زیاته کړې، طالبانو وښوده چې بېړه نه لري او له کافي ارزونې وروسته دقيقې محاسبې سره په متناسبه کچه په دغې ناسته کې ګډون ته چمتو کېږي.
له بل پلوه تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند ویلي و، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې به د دغې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي.
عبدالقهار بلخي د پلاوي نور غړي نه وو ډاګیز کړي؛ خو ويلي یې و چې د طالبانو د مشرتابه له «سپارښتنې» سره سم دغه پلاوی ټاکل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو