طالبانو په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره وژل شویو کورنیو ته د خواخوږۍ لپاره یو پلاوی ولېږه

۲ ورځې مخکې

طالبانو د غور او دایکنډي پر لاره د وژل شویو ۱۴ کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه دغه ولایت ته یو پلاوی استولی دی.

د دايکنډي د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، پلاوي ډاډ ورکړی، چې د دايکنډي د پېښې عاملين به خامخا نیسي.

په دايکنډي کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند غلام علي جاوېد د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷ مه) رسنیو ته وويل، چې په دې پلاوي کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال مخدوم عبدالحق، د ښار جوړونې وزارت معين مدار علي بامياني، د شيعه ګانو عمومي استازی سيد صوفي ګرديزي، د هزاره مشرانو د دفتر مشر شريفي بلخابي، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس رحمت الله کاکازاده او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شامل دي.

په دایکنډي کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه پلاوي د دایکنډي په لاره کې د ۱۴ هزاره ملکي وګړو وژنه یو «ستر او غیر انساني جنایت» وباله او د دغې پېښې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره یې ژمنه وکړه، چې د پېښې عاملین به تر نيولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

د طالبانو پلاوی په داسې حال کې د خواخوږۍ لپاره دايکنډي ته تللی، چې د پنجشنبې په ورځ (دوږي ۲۲مه) د غور ولايت د سنګ تخت او بند دایکنډي ولسوالیو ترمنځ د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

داعش د پنجشنبې په ماښام د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل، چې د دغه برید هدف شیعه ګان وو.

دغې ډلې تایید کړې، چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړې دي.

طالبانو یوه ورځ وروسته دایکنډي په لاره د هزاره ملکي وګړو وژنه وغندله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې دا ډله به هڅه وکړي چې د «پېښې عاملین» تر پېژندولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

نور خبرونه

رادیو