د افغانستان د مقاومت جبهې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ووستیی راپور نیمګړی وباله

پرون

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور نیمګړی دی او په محافظه کاره توګه په افغانستان کې شته واقعیتونه پکې وړاندې شوي دي.

ملګرو ملتونو په نوي خپاره شوي راپور کې چې د سې شنبې په ورځ (د وږی په ۲۷مه) خپور شوی، ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روان کال د می له ۱۴مې څخه د جولای تر پایه شاوخوا ۲۲۰۰ امنیتي پېښې ثبتې شوې دي، چې د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، د ملګرو ملتونو په راپور کې د ملي مقاومت جبهې د فعالیتونو یوه مهمه برخه له پامه غورځول شوې ده.

دغه جبهه وایي، په دغه راپور کې د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د بریدونو شمېر یوازې ۵۲ ښودل شوي، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت د جبهې اصلي او مستندې احصایې ښیي، چې په دې موده کې د ترسره شویو عملیاتو شمېر له سلو څخه زیاتو ته رسیږی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو مخالفو ډلو لکه د مقاومت او ازادۍ جبهو د دغه هېواد کومه برخه نه ده لاندې کړې؛ خو وايي چې په همدې موده کې دغو ډلو ۷۳ ځلې پر طالب وسله‌والو بریدونه کړي.

د دغې جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې د یادې جبهې ځواکونو د هېواد په شپاړسو ولايتونو کې پر طالبانو ١٠٧ پوځي عمليات ترسره کړي دي.

په دغو عملياتو کې یې ١٤٩ تنه طالبان وژلي او ١٤٠ نور يې ټپيان کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدا وروسته ګڼې سیاسي او وسله والې مخالفې ډلې جوړې شوې دي، چې د لویه برخه ډلو مشرتابه له افغانستان څخه بېرون دي.

نور خبرونه

رادیو