د طالبانو کونسلګري: د پاکستان ملي سرود ته بې احترامي نه ده شوې بلکې موسیقۍ ته نه یو درېدلي

۲ ورځې مخکې

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګري په یو بیان کې وايي، چې د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي اراده یې نه لرله او کونسل ځکه ملي سرود ته ونه درېد چې په سرود کې موسیقي موجوده وه.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یاده کړنه غندلې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود په درناوي نه دی درېدلی، چې دا چاره له ټولو سیاسي او ډېپلوماتیکو عرفونو خلاف ده.

هغه ویډیو چې پاکستاني رسنیو خپره کړې، پکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر د مېلمنو په ډله کې د غونډې په لومړیو څوکیو کې ناست دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې د پاکستان د ملي سرود له شروع کېدو سره د غونډې ټول ګډونوال د ملي سرود په احترام پاڅیږي؛ خو ښاغلی محب الله شاکر او د کونسلګرۍ یو بل کارکوونکی پر خپل ځای ناست دي.

د طالبانو د سر کونسل دغه عمل په پاکستان کې د ګڼو سیاسي او مدني فعالانو او د پاکستان د حکومت غبرګون راپارولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ دا کړنه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو د سرکونسل له خوا د پاکستان ملي سرود ته نه درېدل د ډېپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی او خپله خواشیني به په سفارتي کچه شریکه کړي.

بل خوا د پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ په یو بیان ویلي، دي چې دوی په خپلې کونسلګرۍ هم د موسیقۍ له امله پر ملي سرود بندیز لګولی دی.

ویاند په خپل وضاحتي بیان کې زیاته کړې ده، چې که چېرې د پاکستان ملي سرود له موسیقۍ پرته یا د ماشومانو له خوا ویل شوی وی، نو د سرکونسل به لاس پر سینه پر خپل ځای درېدلی و.

طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته ملي سرود ممنوع اعلان کړ او یاد سرود یې حرام بللی دی.

نور خبرونه

رادیو