پاکستان کې پخوانی افغان سفیر: جهادګر به اسلام اباد ته د خپلو خدماتو د پاداش په تمه راتلل

۲ ورځې مخکې

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر وایي، چې پخواني جهادي قوماندانان به اسلام اباد ته د خپلو کړو خدماتو د پاداش په تمه ور تلل.

نجیب الله علي خیل د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په جمهوري نظام کې ځینو په هره بیه د قدرت دوام غوښت.

نوموړی زیاتويو چې یو شمېر فسادګرو له دننه د نظام پښې پرې کولې.

ښاغلي علي خیل جهادګرو ته په اشارې سره لیکلي: «جهادګر به اسلام اباد ته پدې تمه روان وه چې د خپلو «خدماتو» پاداش تر لاسه کړي.»

هغه د طالبانو په اړه لیکلي: «طالبانو د تفاهم هر وړاندیز ته نه وویل او هېواد یې انزوا سره مخ کړ».

ښاغلی علي خیل وایي، حالات او اینده ابهام په کې دي او همدا د غمیزې دوام ده.

ښاغلي نجیب الله علي خیل په دې وروستیو کې د یوه سفیر یادښتونه «له پاکستان سره د اړیکو حقایق» په نوم کتاب لیکلي.

دغه کتاب کې د اړیکو او منافعو تقابل او هم سیمې د مهمو مسایلو، یو بنیادي انځور او تحلیل وړاندې شوې.

نجیب علي خیل په پاکستان، ترکمنستان او هنګري کې د افغانستان سفیر پاتې شوی او له ۲۸ کلونو ډېر یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی.

نور خبرونه

رادیو