د ایران د پارلمان غړی: که د افغانستان بخش اباد بند بشپړ شي نو سیستان به د اوسېدو ځای نه وي

۲ ورځې مخکې

د ایران د پارلمان د عدلي او قضايي کمېسیون مشر خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بخش اباد بند په بشپړېدو سره به د هامون د څپو چاپېریالي پایلې په یوه انساني ناورین بدلې شي.

محمد سرګزي وویل، په هامون صبوري کې د اوبو کمښت به د سیستان او بلوچستان د هوا کیفیت له منځه یوسي او دغه سیمه به د اوسېدو وړ نه وي.

ښاغلي سرګزي د سې شنبې په ورځ د ایرنا له خبري اژانس سره په مرکه کې وویل؛ د دې وخت را رسېدلی دی، چې مسوول بنسټونو په تېره بیا د ایران ډېپلوماټیک ارګانونه د سیستان په سیمه کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره ژر تر ژره د بخش اباد بند د جوړولو په اړه فکر وکړي.

هغه وويل؛ د سیستان په سیمه کې د باد دهلیز د لارښوونو له مخې د هامون صبوري سيمې لمدبل اوبه کول به د دوړو سرچینې ثبات کړي او د بخش اباد بند په جوړولو سره به د دې لمدبل د اوبو کولو مخه ونیسي او د دوړو ستونزه به خپل اوج ته ورسوي.

د ایران د پارلمان د اسلامي شورا دغه غړي زیاته کړه؛ د فراه په سیند باندې د بخش اباد بند ته باید د هامون د لمدبل د بشپړ تخریب او په سیمه کې د ژوند د دوام د امید د ختمولو په سترګه وکتل شي.

سرګزي وویل، چې د فراه سیند په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ کوم تړون نه شته؛ خو د ډیلټا کمېسیون پرېکړې ته په اشارې سره، چې د ده په وینا په ۱۶۱ فقره کې راغلي، چې د هامون د لمدبلو د چاپېریالي حقونه باید له شمال او لوېدیځ له سیندونو واخیستل شي.

نوموړي د دې بند د جوړولو د مخنيوي اړوند د اقدام کولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل؛ په دغه تړون کې چې افغانستان هم منلی ویل شوي، چې د هېرمند اوبه د سیستان د خلکو د روزي او کرنې او د شمال او لوېدیځ د سیندونو په برخه کې کارول کېږي، چې پر هاروت او فراه رود ترڅنګ د ایران واړه سیندونه هم شامل دي، چې باید زموږ د لمدبلونو د چاپیریال ساتنې لپاره وي.

د پارلمان دغه استازي وويل، چې د ملګرو ملتونو د چاپېريال د پراختيا صندوق له لارې دې په افغانستان کې د بخش اباد بند د جوړېدو په اړه اقدام وشي.

دغه ایراني چارواکي ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د پرېکړه لیک له مخې د چاپیریال حقونه د بشري حقونو په کټګورۍ کې شامل دي او د افغانستان د هایدروپولیټیک چلند حیاتي پایلې د «بشري حقونو د سرغړونو بېلګې» دي.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه موضوع به د ایران د قضاییه قوې د بشری حقوقو د مرکزی دفتر له لارې مطرح شي.

په وروستیو کلونو په تېره بیا له هغه وخته، چې طالبان واک ته ورسېدل، ایران دولت په پرله پسې ډول د هرمند د اوبو د حقونو په خوندي کولو ټینګار کړی او په ځینو مواردو کې یې طالبانو ته خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو