مولوي کبیر د جهادي مدرسو مشرانو سره په ناسته کې د جهادي مدرسو پر پراختیا ټینکار کړی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دې ډلې تر واک لاندې د ځینو جهادي مدرسو له مشرانو سره په ناسته کې د نورو جوماتونو او جهادي مدرسو پر پراختیا ټینکار وکړ.

یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت وویل، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زدکړو» مرکزونه فعالیت کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په اېکس کې دغې ډلې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې نن سې شنبې په بېلابېلو کتنو کې د پکتیا او پنجشېر ولایتونو د جهادي مدرسو او د لغمان د علماو شورا رییس سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو دغه چارواکو په خپلو لیدونو کې د طالبانو د حکومت په ټينګښت کې د دیني علماو ونډه مهمه وبللې ده او زیاته کړې ده، چې د طالب مسوولین به د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په تطبیق کې د علماو لارښوونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
که څه هم افغانستان د جرګو او مرکو اوږد تاریخ لري او په تېرو حکومتونو کې قومي مشرانو ته ځانګړی ارزښت ورکول کېدو؛ خو د طالبانو په روانه واکمنۍ کې قومي مشرانو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او طالبان یوازې د ملایانو خبرو ته غوږ نیسي.
د عامو افغانونو نیوکې دا دي، چې د طالبانو واک ته رسېدو سره دغه ډلې په دولتي څوکیو یوازې د مدرسو څخه فارغ شوي ملایان ګومارلي دي او د ورځې په تېریدو سره مسلکي کادرونه له دندو شړي.

نور خبرونه

رادیو